ایکنانیوز د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د حسینی اربعین د رارسیدا په مناسبت د هندی کشمیر په سری نګر ښار مرکز کې په ؛ماهاتا هنری ګیلري کې د انځورونو او خوشنویسئ نندارتون ترسره شو.دغه هنری نندارتون د کربلا په میدان کې حسینی عاشوراي غورځنګ او د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه وفادارو ملګرو د قربانۍ او سرښیندنې د درنښت په موخې سره ترسره او د ډيرو مینه والو له تاودۀهرکلي سره مخ شو.د کشمیر دهنر حسینی مینه والو پخپلو هنری نظرونو کې په دغه نندارتون د عاشورا د پاڅون او د حسینی اربعیّن د پلي لاریون داهمیّت انځور نندارې ته وړاندې کړي دی.
د کشمیر د انساني حقوقو یو فعالې میرمن صباحت نظیر وئیلي،سږکال ددغه کلتوري او مذهبی نندارتون دترسره کیدا یولسم کال دی او ددغه نندارتون؛د حسینی اربعین ایکسرسایز او د عزادارۍ درک؛ په نامې سره ترسره شو. هغې دغه رازروښانه کړې ده ، د حسینی عاشورا او حسینی اربعین پيغام د بشریّت ژغورل دي او لکه څنګه حضرت امام حسین د نجات کشتي او د هدایت څيراغ دی ،باید دغه مشال هماغه شان روشن وساتل شي.